دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۶ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۱۶
د مطلب کود : 274378
په هرات کې د عشر او زکات د آمریت پیل
د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې د اسلامي امارت د رهبري هیئت د فرمان پر اساس په کابل او ولایتونو کې د عشر او زکات عمومي ریاست جوړ شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هرات د کرنې او مالدارۍ رئیس مولوی پیر محمد حلیمی وایی: په هرات کې د عشر او زکات د حکم په اساس د عشر او زکات د ټولولو لړۍ پیل شوه.
 
د دغې ادارې مشر زیاته کړه: هغه عشر او زکات چې راټولیږي د اسلامي امارت د رهبرۍ له حکم سره سم په مستحقو او اړو کسانو ویشل کیږي او هیڅ اداره یا وزارت په دې کې ښکیل نه دی.
 
ویل کېږي، چې تېر کال هم د دغې ادارې له لوري له ۳۰ میلیونه افغانیو زیاتې عشر او زکات راټول او اړوندو چارواکو ته سپارل شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcgut9x7ak9uw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته