کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هرات کې د عشر او زکات د آمریت پیل

16 اسد 1402 ساعت 9:16

د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې د اسلامي امارت د رهبري هیئت د فرمان پر اساس په کابل او ولایتونو کې د عشر او زکات عمومي ریاست جوړ شوی دی.


آوا - هرات: د هرات د کرنې او مالدارۍ رئیس مولوی پیر محمد حلیمی وایی: په هرات کې د عشر او زکات د حکم په اساس د عشر او زکات د ټولولو لړۍ پیل شوه.
 
د دغې ادارې مشر زیاته کړه: هغه عشر او زکات چې راټولیږي د اسلامي امارت د رهبرۍ له حکم سره سم په مستحقو او اړو کسانو ویشل کیږي او هیڅ اداره یا وزارت په دې کې ښکیل نه دی.
 
ویل کېږي، چې تېر کال هم د دغې ادارې له لوري له ۳۰ میلیونه افغانیو زیاتې عشر او زکات راټول او اړوندو چارواکو ته سپارل شوي دي.
 


د مطلب کود: 274378

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/274378/په-هرات-کې-د-عشر-او-زکات-آمریت-پیل

آوا
  https://www.avapress.com