دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۶ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۳۶
د مطلب کود : 274373
روح الله نیکپا د نیوزیلینډ د تکواندو ملي لوبډلې روزونکی شو
روح الله نیکپا چې د افغانستان د المپیک لومړنی مډال ګټونکی او له دغو سیالیو څخه یې دوه مډالونه ګټلي، د نیوزیلینډ د تکواندو د ملي لوبډلې د روزونکي په توګه وټاکل شو.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د اولمپيک مډال ګټونکی روح الله نيکپا د نيوزيلنډ د تکواندو د ملي لوبډلې د روزونکي په توګه وټاکل شو.
 
ښاغلي نیکپا د یکشنبې په ورځ د اسد په ۱۵مه په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: "زه ژمن یم چې خپل مهارتونه او پوهه وړاندې کړم ترڅو خپله لوبډله سترو لوړو پوړیو ته ورسوي او په ګډه د نیوزیلنډ تکواندو لپاره تاریخ جوړ کړي."
 
روح الله نیکپا ویلي چې د دې لوبډلې د روزونکي په توګه یې د ټاکلو هدف د ۲۰۲۴ کال د پاریس د المپیک لوبو او د ۲۰۲۵ کال د تکواندو نړیوالو سیالیو لپاره د نیوزیلنډ د لوبډلي ګټل دي.
 
د نیوزیلینډ تکواندو فدراسیون هم د روزونکي په توګه د هغه انتخاب تایید کړي او ویلي چې دا د نیوزیلینډ تکواندو لپاره یو په زړه پوری فرصت دی. نیکپا په داسې حال کې د دې لوبډلې د روزونکي په توګه ټاکل شوی، چې ټاکل شوې دا لوبډله په څو میاشتو کې د ۲۰۲۴ کال د پاریس په المپیک سیالیو کې ګډون وکړي.
 
په ٢٠٠٨ کال کې يې د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې د برونزو مډال هېواد ته راوړ او په ۲۰۱۲ کال کې نیکپا د لندن په المپیک کې ګډون وکړ او یوځل بیا د برونزو مډال یې وګاټه.
 
https://avapress.com/vdcbzab5frhbzfp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته