دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۴۴
د مطلب کود : 274054
د سلطان ابراهیم او آغا جان بندونو د جوړولو چارې ډیر ژر پیل شي
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیالۍ څرګنده کړې، چې د ارګ په مرمرینه ماڼۍ کې د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند پر مشرۍ د اقتصادي کميسیون نوبتي غونډه د ترسره او له اجنډا سره سم پر ټاکل شوو موضوعاتو بحث وشو.
افغان غږ خبری آژانس - مانیتورینګ: دغه راز د اقتصادي کمیسیون په دې غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت، مالیې وزارت، کانونو او پټرولیم وزارت، صنعت او سوداګرۍ وزارت او ملي پراختیا شرکت ګډې کمیتې ته دنده وسپارل شوه، چې د اسلامي امارت د مشرتابه له حکم سره سم د کانونو د عوایدو په بدل کې د سرپل ولایت د سلطان ابراهیم بند او همدارنګه د روزګان ولایت د چینارتو ولسوالۍ اړوند د آغا جان بند د جوړولو لپاره عملي تګلاره جوړه او د وروستۍ پرېکړې لپاره یې د اقتصادي کمیسیون راتلونکې ناستې ته وړاندې کړي.
 
د سلطان ابراهیم او آغا جان بندونو د جوړولو تړونونه د ملي پراختیا شرکت سره شوي، چې په نږدې راتلونکي کې به یې چارې پيل شي./اریانا
 
https://avapress.com/vdchmknik23nqvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته