کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سلطان ابراهیم او آغا جان بندونو د جوړولو چارې ډیر ژر پیل شي

9 اسد 1402 ساعت 10:44

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیالۍ څرګنده کړې، چې د ارګ په مرمرینه ماڼۍ کې د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند پر مشرۍ د اقتصادي کميسیون نوبتي غونډه د ترسره او له اجنډا سره سم پر ټاکل شوو موضوعاتو بحث وشو.


آوا - مانیتورینګ: دغه راز د اقتصادي کمیسیون په دې غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت، مالیې وزارت، کانونو او پټرولیم وزارت، صنعت او سوداګرۍ وزارت او ملي پراختیا شرکت ګډې کمیتې ته دنده وسپارل شوه، چې د اسلامي امارت د مشرتابه له حکم سره سم د کانونو د عوایدو په بدل کې د سرپل ولایت د سلطان ابراهیم بند او همدارنګه د روزګان ولایت د چینارتو ولسوالۍ اړوند د آغا جان بند د جوړولو لپاره عملي تګلاره جوړه او د وروستۍ پرېکړې لپاره یې د اقتصادي کمیسیون راتلونکې ناستې ته وړاندې کړي.
 
د سلطان ابراهیم او آغا جان بندونو د جوړولو تړونونه د ملي پراختیا شرکت سره شوي، چې په نږدې راتلونکي کې به یې چارې پيل شي./اریانا
 


د مطلب کود: 274054

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/274054/د-سلطان-ابراهیم-او-آغا-جان-بندونو-جوړولو-چارې-ډیر-ژر-پیل-شي

آوا
  https://www.avapress.com