دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۵۰
د مطلب کود : 273734
په بلخ کې د دولتي تاسيساتو او څلورلارو د نوم د بدلولو په موخه کمېټه جوړه شوه
د بلخ ولايت د رسنيو مرکز د دغه ولايت د دولتي تاسيساتو او سړکونو د نوم د بدلولو په موخه د يوې کمېټې د جوړېدو اعلان وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د بلخ ولایت د رسنیو مرکز اعلان وکړ چې د دغه ولایت د مرستیال والي او د دولتي ادارو د مسوولینو په شتون کې د دغه ولایت د دولتي تاسیساتو او څلورلارو د نوم د بدلولو په موخه یوه کمېټه جوړه شوه.
 
په دغه راپور کې ویل شوي چې د بهرنیو چارو وزارت د حکم له مخې باید د دولتي تاسیساتو، حساسو ځایونو او تقاطع نومونه بدل او د اسلامي امارت د شهیدانو په نوم ونومول شي.
 
د دغه رپوټ له مخې د دغه حکم د عملي کولو لپاره لومړني ګامونه پورته شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcbffb5arhbzzp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته