کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بلخ کې د دولتي تاسيساتو او څلورلارو د نوم د بدلولو په موخه کمېټه جوړه شوه

2 اسد 1402 ساعت 13:50

د بلخ ولايت د رسنيو مرکز د دغه ولايت د دولتي تاسيساتو او سړکونو د نوم د بدلولو په موخه د يوې کمېټې د جوړېدو اعلان وکړ.


آوا - مزارشریف: د بلخ ولایت د رسنیو مرکز اعلان وکړ چې د دغه ولایت د مرستیال والي او د دولتي ادارو د مسوولینو په شتون کې د دغه ولایت د دولتي تاسیساتو او څلورلارو د نوم د بدلولو په موخه یوه کمېټه جوړه شوه.
 
په دغه راپور کې ویل شوي چې د بهرنیو چارو وزارت د حکم له مخې باید د دولتي تاسیساتو، حساسو ځایونو او تقاطع نومونه بدل او د اسلامي امارت د شهیدانو په نوم ونومول شي.
 
د دغه رپوټ له مخې د دغه حکم د عملي کولو لپاره لومړني ګامونه پورته شوي دي.
 


د مطلب کود: 273734

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/273734/په-بلخ-کې-د-دولتي-تاسيساتو-او-څلورلارو-نوم-بدلولو-موخه-کمېټه-جوړه-شوه

آوا
  https://www.avapress.com