دخپریدو نیټه :شنبه ۳۱ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۰۷
د مطلب کود : 273604
د افغانستان د فوټسال لوبډله دوشنبه ته روانه شوه
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د مرکزي اسیا د فوټسال سیالیو په لومړي پړاو کې د ګډون په موخه نن تاجکستان ته ولاړه.
افغان غږ خبری آژانس - د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان کړی چې د فوټسال ملي لوبډله په ایران کې د تمریني دورې له پای ته رسولو وروسته د مرکزي اسیا د فوټسال سیالیو په لومړي پړاو کې د ګډون په موخه نن تاجکستان ته ولاړه.
 
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې لومړۍ لوبه د یکشنبې په ورځ د ۱۴۰۲ کال د اسد په لومړۍ نېټه د قرغزستان په وړاندې ده.
 
د کابل د فوټسال په سیالیو کې د افغانستان، ایران، تاجکستان، ازبکستان، قرغزستان او ترکمنستان لوبډلې ګډون کوي.
 
https://avapress.com/vdchvxnik23nq-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته