کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د فوټسال لوبډله دوشنبه ته روانه شوه

31 سرطان 1402 ساعت 11:07

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د مرکزي اسیا د فوټسال سیالیو په لومړي پړاو کې د ګډون په موخه نن تاجکستان ته ولاړه.


آوا - د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان کړی چې د فوټسال ملي لوبډله په ایران کې د تمریني دورې له پای ته رسولو وروسته د مرکزي اسیا د فوټسال سیالیو په لومړي پړاو کې د ګډون په موخه نن تاجکستان ته ولاړه.
 
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې لومړۍ لوبه د یکشنبې په ورځ د ۱۴۰۲ کال د اسد په لومړۍ نېټه د قرغزستان په وړاندې ده.
 
د کابل د فوټسال په سیالیو کې د افغانستان، ایران، تاجکستان، ازبکستان، قرغزستان او ترکمنستان لوبډلې ګډون کوي.
 


د مطلب کود: 273604

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/273604/د-افغانستان-فوټسال-لوبډله-دوشنبه-ته-روانه-شوه

آوا
  https://www.avapress.com