دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۱۴
د مطلب کود : 272169
حنفي: د اسلامي امارت سیاسي استازي دې له هېوادونو سره د دوستانه اړیکو لپاره هڅې وکړي
د اسلامي امارت د رئیس الوزرا د دفتر اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په قطر کې د افغانستان له سفیر محمد نعیم سره په کتنه کې وویل چې په بهر کې د اسلامي امارت سیاسي استازي باید له اسلامي هیوادونو سره د دوستانه اړیکو پر بنسټ له ډیپلوماسۍ څخه په استفادې هڅه وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې محمد نعیم په قطر کې د افغانستان سفارت د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه د رئیس الوزرا اداري مرستیال ته خبر ورکړی دی.
 
په قطر کې د اسلامي امارت سفير وويل، چې په دوحه کې يې د خپل مسووليت له پيل راهيسې د افغانستان او قطر ترمنځ د متقابل احترام پر بنسټ د نږدې اړيکو د ټينګښت او په قطر کې مېشتو هېوادوالو ته د اسانتياوو د رامنځته کولو لپاره خپلې ټولې هڅې کړې دي.
 
عبدالسلام حنفي په قطر کې د دغه هېواد د سفارت له فعالې او متحرکې ډيپلوماسۍ څخه مننه وکړه. هغه وویل چې په بهر کې د اسلامي امارت سیاسي استازي باید له اسلامي هیوادونو سره د دوستانه اړیکو پر بنسټ د ډیپلوماسۍ هڅه وکړي.
 
عبدالسلام حنفي د قطر او اسلامي امارت تر منځ نږدې او پر متقابل احترام ولاړې اړیکې مهمې وبللې او ویې ویل، چې سفارت باید په قطر کې میشتو افغانانو ته د اسانتیاوو او د نږدې او دوستانه اړیکو په برخه کې لا زیاتې هڅې وکړي.
 
https://avapress.com/vdcceiqio2bqms8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته