افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د رئيس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي، پرون (جمعه، قوس ۱۸) په میمنې ښار کې د سیمه ییزو چارواکو او خلکو په ګډون په یوه غونډه کې وویل: چې اسلامي امارت هوډ لري ولس ته صادقانه خدمت وکړي او د پوهنې، روغتیا، لوړو زده کړو، کرنې، څښاک پاکو اوبو او سړکونو په برخو کې د ولس د غوښتنو د پوره کولو لپاره هلې ځلې وکړي.
د یاد وزارت د مرستیال په وینا، پخوا به د کارکوونکو معاشونه ۷۰ سلنه له بهرنۍ بودیجې او یوازې ۳۰ سلنه یې له داخلي بودیجې ورکول کېدل، خو د اسلامي امارت له جوړېدو سره د ۸۳۰ زره دولتي ماموریند داخلي بودیجې څخه تادیه کیږي.
حنفي زیاته کړه، د اسلامي امارت رهبر د هېواد د پرمختګ لپاره د وړاندیزونو ترڅنګ په ۳۴ ولایتونو کې ۳۴ ښوونځي هم منظور کړل، چې هر ښوونځی یې د ۱۰۰۰ زده کوونکو ظرفیت لري.
د رئيس الوزرا اداري مرستیال وویل: اسلامي امارت د انکشافي او زیربنایي پروژو د تطبیق، د یتیمانو او کونډو د ملاتړ، د تقاعد د معاشونو د ورکړې او د ولایتونو د متوازن انکشاف په برخه کې مهم پروګرامونه لري، چې یو په بل پسې پلي کیږي.
د دې غونډې په دوام کې د فارياب امنيه قوماندان نيک محمد حذيفې وويل: د فارياب په مرکز او ولسواليو کې امنيت ډاډمن دى او په دغه ولايت کې هيڅ امنيتي انديښنه نشته.
خو د فارياب امنيه قوماندان ټينګار کوي چې د دغه ولايت اوسېدونکي د روغتيا، پوهنې، سړک، د څښاک اوبو او د لوړو زده کړو په برخو کې جدي ستونزې لري او بايد ورته جدي پاملرنه وشي.
په دې کتنه کې د فاریاب ولایت یو شمېر علماوو او اوسېدونکو هم د خپلو سیمو ستونزې شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه.
دا په داسې حال کې ده، چې د روان کال د قوس په ١٥مه عبدالسلام حنفي د شمال د وضعيت د څېړلو په موخه بلخ او جوزجان ته ولاړ او د دغه ولايت له چارواکو سره يې خبرې وکړې او بيا فارياب ته ننوت.
د رئيس الوزرا اداري مرستیال دا سفر په داسې حال کې شوی، چې د هېواد د شمال اوسېدونکي د سړې هوا له راتګ سره د بې کارۍ او د اومو موادو او سون توکو د بیو له لوړېدو شکایت کوي.