افغان غږ خبری آژانس - کابل: پرون چهارشنبه (عقرب ۴) د اسلامي امارت د امر به معروف و نهی از منکر وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست محمد خالد حنفي له رزا اوتونبایوا سره په لیدنه کې ویلي، "موږ غواړو چې د خلکو په زړونو حکومت وکړو." راځئ چې دا وکړو، نه د خلکو په اوږو بار اووسو.
حنفي زياته کړه، د اسلامي امارت حکومت بايد د اسلام په سمه توګه نمايندګي وکړي، د زده کړې زمينه ورته برابره کړي او د ناوړه دودونو مخه ونيسي.
هغه د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي ته په خطاب کې وويل، چې قرغزستان او افغانستان دواړه د "ظلم له دورې" څخه تېر شوي دي، نو ځکه ښه استازيتوب کولى شي.
رزا اوتونبایوا پخوا د قرغزستان ولسمشره وه. په اعلامیه کې د رزا اوتونبایوا له خولې ویل شوي، چې هغې په پوهنتونونو کې له افغان مېرمنو سره د سفارتونو د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د دې غونډې په اړه څه نه دي ویلي.