دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۳۹
د مطلب کود : 271970
د ښځینه زده کونکو لپاره ازموینې آنلاین اخیستل کیږي
د لوړو زده کړو وزارت د افغانستان خصوصي پوهنتونونو ته په یوه لیک کې اعلان کړی، چې د ښځینه محصلینو لپاره به پاتې ازموینې او د مونوګراف د دفاع په انلاین ډول ترسره کوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغه وزارت ویاند هغه مکتوب چې څه موده وړاندې په ټولنیزو شبکو کې خپور شوی، تایید کړی دی.
 
د یادولو وړ ده چې په افغانستان باندې د اسلامي امارت له تسلط راهیسې د شرعي او اسلامي معیارونو د نه چمتووالي له امله په ښوونځیو کې له شپږم ټولګي څخه پورته او همدارنګه په خصوصي او دولتي پوهنتونونو کې د ښځینه زده کوونکو د داخلیدو مخه نیول شوې ده.
 
https://avapress.com/vdcbz8b5grhbz9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته