کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ښځینه زده کونکو لپاره ازموینې آنلاین اخیستل کیږي

29 جوزا 1402 ساعت 8:39

د لوړو زده کړو وزارت د افغانستان خصوصي پوهنتونونو ته په یوه لیک کې اعلان کړی، چې د ښځینه محصلینو لپاره به پاتې ازموینې او د مونوګراف د دفاع په انلاین ډول ترسره کوي.


آوا - کابل: د دغه وزارت ویاند هغه مکتوب چې څه موده وړاندې په ټولنیزو شبکو کې خپور شوی، تایید کړی دی.
 
د یادولو وړ ده چې په افغانستان باندې د اسلامي امارت له تسلط راهیسې د شرعي او اسلامي معیارونو د نه چمتووالي له امله په ښوونځیو کې له شپږم ټولګي څخه پورته او همدارنګه په خصوصي او دولتي پوهنتونونو کې د ښځینه زده کوونکو د داخلیدو مخه نیول شوې ده.
 


د مطلب کود: 271970

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/271970/د-ښځینه-زده-کونکو-لپاره-ازموینې-آنلاین-اخیستل-کیږي

آوا
  https://www.avapress.com