افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور د کانونو د وضعیت د څیړلو او د کانونو د ستونزو د حل په موخه پرون (سه شنبه د جوزا ۹ مه) فاریاب ولایت ته سفر وکړ.
د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست فاریاب ته د خپل سفر موخه د دغه ولایت د کانونو د وضعیت څېړل اعلان کړل او ویې ویل چې په نږدې راتلونکي کې په قره قل ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو دوه کانونه او په لولاش کې د سرو زرو او سرې کانونه جوړېږي. ولسوالي به یو قراردادي شرکت ته وسپارل شي او کار به یې پیل شي.
شهاب الدین دلاور زیاته کړه چې د دغو کانونو د استخراج په پیل سره به سلګونو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي او د خلکو اقتصادي وضعیت به ښه شي.
هغه وويل: "موږ د سرو زرو، سرې او زنک او د تېلو او ګازو نور کانونه لرو، موږ د دغو کانونو د کتلو لپاره راغلي يو، څو دغه کانونه چې ټول د خلکو ملکیتونه دي، په سمه توګه ساتنه او په قانوني ډول استخراج شي.
نوموړي دغه راز د غور ولایت د لعل سرجنګل کان د عوایدو له لارې د هرات-بادغیس حلقوي سړک د ۱۵۰ کیلومتره بټومین کولو د پیل په اړه هم خبرې وکړې. دغه سړک فاریاب ولایت د هېواد له لوېدیځو ولایتونو سره نښلوي.