دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۰۵
د مطلب کود : 270504
اسلامي امارت له خپلو ګاونډیانو او نړۍ سره ښې اړیکې غواړي
د اسلامي امارت د رئیس الوزرا د دفتر اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د افغانستان د اسلامي امارت د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور د مړینې د اوومې کلیزې د نمانځنې په مراسمو کې وویل چې کابل له خپلو ګاونډیانو او نړۍ سره ښې اړیکې غواړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د رئیس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي زیاته کړه چې د افغانستان خاوره د نړۍ له ټولو هیوادونو لپاره خوندي ده او نړۍ باید په دې اړه اندیښنه ونه لري.
 
د رئیس الوزرا اداري مرستیال ټینګار وکړ چې کابل له خپلو ګاونډیانو او نړۍ سره ښې اړیکې غواړي.
 
د افغانستان د اوسني حکومت دغه جګپوړي چارواکي زیاته کړه، اسلامي امارت له خپلو ګاونډیانو او د سیمې او نړۍ له نورو هېوادونو سره دښمني نه لري، بلکې له دوی سره د متقابل احترام پر بنسټ ښې اړیکې غواړي.
 
عبدالسلام حنفي په دې اړه وویل: د افغانستان د اسلامي امارت پالیسي دا ده چې موږ له هیڅ ګاونډي او د سیمې له هېوادونو سره دښمني نه لرو. موږ له هر چا سره ښې اړیکې غواړو. موږ له هرچا سره د متقابل احترام او متقابل تعامل پر بنسټ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې غواړو."
 
د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت نورو چارواکو هم څو ځله ویلي چې له خپلو ګاونډیانو او نړۍ سره ښې اړیکې غواړي.
 
https://avapress.com/vdcdzz0xoyt05k6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته