کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اسلامي امارت له خپلو ګاونډیانو او نړۍ سره ښې اړیکې غواړي

2 جوزا 1402 ساعت 10:05

د اسلامي امارت د رئیس الوزرا د دفتر اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د افغانستان د اسلامي امارت د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور د مړینې د اوومې کلیزې د نمانځنې په مراسمو کې وویل چې کابل له خپلو ګاونډیانو او نړۍ سره ښې اړیکې غواړي.


آوا - کابل: د افغانستان د رئیس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي زیاته کړه چې د افغانستان خاوره د نړۍ له ټولو هیوادونو لپاره خوندي ده او نړۍ باید په دې اړه اندیښنه ونه لري.
 
د رئیس الوزرا اداري مرستیال ټینګار وکړ چې کابل له خپلو ګاونډیانو او نړۍ سره ښې اړیکې غواړي.
 
د افغانستان د اوسني حکومت دغه جګپوړي چارواکي زیاته کړه، اسلامي امارت له خپلو ګاونډیانو او د سیمې او نړۍ له نورو هېوادونو سره دښمني نه لري، بلکې له دوی سره د متقابل احترام پر بنسټ ښې اړیکې غواړي.
 
عبدالسلام حنفي په دې اړه وویل: د افغانستان د اسلامي امارت پالیسي دا ده چې موږ له هیڅ ګاونډي او د سیمې له هېوادونو سره دښمني نه لرو. موږ له هر چا سره ښې اړیکې غواړو. موږ له هرچا سره د متقابل احترام او متقابل تعامل پر بنسټ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې غواړو."
 
د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت نورو چارواکو هم څو ځله ویلي چې له خپلو ګاونډیانو او نړۍ سره ښې اړیکې غواړي.
 


د مطلب کود: 270504

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/270504/اسلامي-امارت-له-خپلو-ګاونډیانو-او-نړۍ-سره-ښې-اړیکې-غواړي

آوا
  https://www.avapress.com