دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۰۲
د مطلب کود : 270469
د سرپل د څلورو ولسوالیو اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی پیدا کوي
د سرپل د بیارغونې او پراختیا ریاست چارواکي وايي، په پام کې لري چې د ۵۳۴۵۷۵ ډالرو په لګښت د دغه ولایت د څلورو ولسوالیو اوسېدونکو ته د څښاک صحي اوبه برابرې کړي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د سرپل ولایت د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، د دغو پروژو د جوړولو چارې د سرپل ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست سره په همغږۍ د یوې موسسې له خوا پیل شوې دي.
 
د دوی په خبره، د دغو څاګانو په بشپړېدو سره به د دغه ولایت د بلخاب، ګوسفندي او سانچارک ولسوالیو اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ولري.
 
سره له دې چې افغانستان پاکې اوبه لري، خو د اکثرو ولایتونو په ځانګړي ډول د ښارونو اوسېدونکي پاکو اوبو ته لږ لاس رسی لري.
 
https://avapress.com/vdcd9z0xnyt05o6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته