کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سرپل د څلورو ولسوالیو اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی پیدا کوي

1 جوزا 1402 ساعت 14:02

د سرپل د بیارغونې او پراختیا ریاست چارواکي وايي، په پام کې لري چې د ۵۳۴۵۷۵ ډالرو په لګښت د دغه ولایت د څلورو ولسوالیو اوسېدونکو ته د څښاک صحي اوبه برابرې کړي.


آوا - مزارشریف: د سرپل ولایت د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، د دغو پروژو د جوړولو چارې د سرپل ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست سره په همغږۍ د یوې موسسې له خوا پیل شوې دي.
 
د دوی په خبره، د دغو څاګانو په بشپړېدو سره به د دغه ولایت د بلخاب، ګوسفندي او سانچارک ولسوالیو اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ولري.
 
سره له دې چې افغانستان پاکې اوبه لري، خو د اکثرو ولایتونو په ځانګړي ډول د ښارونو اوسېدونکي پاکو اوبو ته لږ لاس رسی لري.
 


د مطلب کود: 270469

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/270469/د-سرپل-څلورو-ولسوالیو-اوسېدونکي-څښاک-پاکو-اوبو-ته-لاس-رسی-پیدا-کوي

آوا
  https://www.avapress.com