دخپریدو نیټه :شنبه ۳۰ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۱۵
د مطلب کود : 270301
په مکه مکرمه کې د اور لګېدنې له امله اته پاکستاني حاجیان خپل ژوند له لاسه ورکړي
د سعودي عربستان په مکه مکرمه کې په یوه هوټل کې د اور لګېدنې له امله اته پاکستاني حاجیان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ: څو ساعته مخکې په یوه هوټل کې چې پاکستاني اتباع په کې میشت وو، د اور لګیدنې یوه بدمرغه پیښه رامنځ ته شوه چې له امله یې یو شمیر کسان مړه او ټپیان شول.
 
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند دفتر هم یو ساعت مخکې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دغه هېواد د اتو اتباعو د وژل کېدو او د یو شمېر نورو پاکستانیو حاجیانو د ټپي کېدو خبر ورکړ.
 
په جده کې د پاکستان ډیپلوماتیک ماموریت هڅه کوي چې د قربانیانو د وضعیت په اړه له ځايي چارواکو سره تماس ونیسي.
 
https://avapress.com/vdciuuarzt1ayp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته