کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په مکه مکرمه کې د اور لګېدنې له امله اته پاکستاني حاجیان خپل ژوند له لاسه ورکړي

30 ثور 1402 ساعت 10:15

د سعودي عربستان په مکه مکرمه کې په یوه هوټل کې د اور لګېدنې له امله اته پاکستاني حاجیان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.


آوا: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ: څو ساعته مخکې په یوه هوټل کې چې پاکستاني اتباع په کې میشت وو، د اور لګیدنې یوه بدمرغه پیښه رامنځ ته شوه چې له امله یې یو شمیر کسان مړه او ټپیان شول.
 
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند دفتر هم یو ساعت مخکې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دغه هېواد د اتو اتباعو د وژل کېدو او د یو شمېر نورو پاکستانیو حاجیانو د ټپي کېدو خبر ورکړ.
 
په جده کې د پاکستان ډیپلوماتیک ماموریت هڅه کوي چې د قربانیانو د وضعیت په اړه له ځايي چارواکو سره تماس ونیسي.
 


د مطلب کود: 270301

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/270301/په-مکه-مکرمه-کې-د-اور-لګېدنې-له-امله-اته-پاکستاني-حاجیان-خپل-ژوند-لاسه-ورکړي

آوا
  https://www.avapress.com