دخپریدو نیټه :جمعه ۲۹ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۱۵
د مطلب کود : 270273
افغان بېسیم مخابراتي شرکت د زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې په موخه څه باندې درې میلیونه افغانۍ مرسته وکړه
د افغان بېسیم مخابراتي شرکت مسوولینو د افغاني سرې میاشتې ټولنې سره د زړه په سوري ناروغۍ اخته ماشومانو د درملنې په موخه ۳ میلیونه ۱۵۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وکړه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: نن پنجشنبه (ثور ۲۸) د افغان بېسیم مخابراتي شرکت مسوولینو په کابل کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې ته «درې میلیونه ۱۵۰ زره ۶۳۵ افغانۍ» نغدي مرسته وکړه. 
 
په همدې حال کې د افغان بېسیم مخابراتي شرکت رئیس علي الله سروري د دغه شرکت بشري مرستو ته په اشارې سره وویل، چې د روژې په مبارکه میاشت کې دوی له بې وزلو هېوادوالو سره د مرستې لپاره ځانګړی پروګرام درلود.
 
نوموړي همدا راز زیاته کړه، چې افغان بېسیم شرکت د افغاني سرې میاشتې له ټولنې سره د هغو ناروغانو د درملنې په موخه چې د زړه په ناروغۍ اخته دي او څوک چې د درملنې لپاره پیسې نه لري، درې میلیونه، یو لک او پنځوس زره شپږ سوه اوه دېرش افغانۍ نغدي مرسته وکړه.
 
ښاغلي سروري ژمنه وکړه چې د بې وزلو او اړمنو هېوادوالو لپاره د افغان بېسیم مخابراتي شرکت د بشري مرستو پروګرام به په راتلونکي کې هم دوام وکړي.
 
له بلې خوا په دغه پروګرام کې د افغاني سرې مياشتې ټولنې استازي غلام حنيف د افغان بيسيم مخابراتي شرکت له مرستو څخه د هرکلي ترڅنګ په افغانستان کې له سوداګريزو شرکتونو څخه وغوښتل چې له بېوزلو سره د مرستې په برخه کې ورسره همکاري وکړي.
 
د افغاني سرې میاشتې ټولنې استازي زیاته کړه، چې په اوسنۍ مرستې سره به د زړه سوري له ۲۵ څخه د زیاتو ماشومانو درملنه په بهر کې وشي.
 
د يادونې وړ ده، چې د افغاني سرې مياشتې ټولنې څه موده وړاندې ويلي و، چې په تېرو پنځو مياشتو کې يې د زړه په ناروغيو اخته ٦٥٦ ماشومان د درملنې په موخه بېلابېلو روغتونونو ته لېږدولي دي.
https://avapress.com/vdcguz9xwak9ux4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته