کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان بېسیم مخابراتي شرکت د زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې په موخه څه باندې درې میلیونه افغانۍ مرسته وکړه

29 ثور 1402 ساعت 11:15

د افغان بېسیم مخابراتي شرکت مسوولینو د افغاني سرې میاشتې ټولنې سره د زړه په سوري ناروغۍ اخته ماشومانو د درملنې په موخه ۳ میلیونه ۱۵۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وکړه.


آوا - کابل: نن پنجشنبه (ثور ۲۸) د افغان بېسیم مخابراتي شرکت مسوولینو په کابل کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې ته «درې میلیونه ۱۵۰ زره ۶۳۵ افغانۍ» نغدي مرسته وکړه. 
 
په همدې حال کې د افغان بېسیم مخابراتي شرکت رئیس علي الله سروري د دغه شرکت بشري مرستو ته په اشارې سره وویل، چې د روژې په مبارکه میاشت کې دوی له بې وزلو هېوادوالو سره د مرستې لپاره ځانګړی پروګرام درلود.
 
نوموړي همدا راز زیاته کړه، چې افغان بېسیم شرکت د افغاني سرې میاشتې له ټولنې سره د هغو ناروغانو د درملنې په موخه چې د زړه په ناروغۍ اخته دي او څوک چې د درملنې لپاره پیسې نه لري، درې میلیونه، یو لک او پنځوس زره شپږ سوه اوه دېرش افغانۍ نغدي مرسته وکړه.
 
ښاغلي سروري ژمنه وکړه چې د بې وزلو او اړمنو هېوادوالو لپاره د افغان بېسیم مخابراتي شرکت د بشري مرستو پروګرام به په راتلونکي کې هم دوام وکړي.
 
له بلې خوا په دغه پروګرام کې د افغاني سرې مياشتې ټولنې استازي غلام حنيف د افغان بيسيم مخابراتي شرکت له مرستو څخه د هرکلي ترڅنګ په افغانستان کې له سوداګريزو شرکتونو څخه وغوښتل چې له بېوزلو سره د مرستې په برخه کې ورسره همکاري وکړي.
 
د افغاني سرې میاشتې ټولنې استازي زیاته کړه، چې په اوسنۍ مرستې سره به د زړه سوري له ۲۵ څخه د زیاتو ماشومانو درملنه په بهر کې وشي.
 
د يادونې وړ ده، چې د افغاني سرې مياشتې ټولنې څه موده وړاندې ويلي و، چې په تېرو پنځو مياشتو کې يې د زړه په ناروغيو اخته ٦٥٦ ماشومان د درملنې په موخه بېلابېلو روغتونونو ته لېږدولي دي.


د مطلب کود: 270273

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/270273/افغان-بېسیم-مخابراتي-شرکت-د-زړه-په-ناروغۍ-اخته-ماشومانو-درملنې-موخه-څه-باندې-درې-میلیونه-افغانۍ-مرسته-وکړه

آوا
  https://www.avapress.net