افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغه سیمینار په پیل کې د حج او اوقافو وزارت چارواکو د حج د مراسمو رهبري یو ستر دیني مسوولیت وباله.
دغه راز په دې سيمينار کې له حاجيانو سره د ښه سلوک، نرمۍ او د شرعي احکامو په رښتيني ډول د حج د مناسکو په عملي کولو ټينګار وشو.
د افغانستان د حج او اوقافو وزارت هر کال د حج د ورځو په رارسېدو سره د ښوونکو د روزنې په برخه کې بېلابېل پروګرامونه په لاره اچوي.