کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې د ښوونکو لپاره د حج اوه ورځنی تعلیمي سیمینار جوړ شو

27 حمل 1402 ساعت 10:43

لکه څنګه چې د حج بیت الله الحرام ورځې په رانږدې کیدو دي، د اسلامي امارت د حج او اوقافو وزارت په کابل کې د ښوونکو لپاره اوه ورځنی ښوونیز سیمینار جوړ کړ.


آوا - کابل: د دغه سیمینار په پیل کې د حج او اوقافو وزارت چارواکو د حج د مراسمو رهبري یو ستر دیني مسوولیت وباله.
 
دغه راز په دې سيمينار کې له حاجيانو سره د ښه سلوک، نرمۍ او د شرعي احکامو په رښتيني ډول د حج د مناسکو په عملي کولو ټينګار وشو.
 
د افغانستان د حج او اوقافو وزارت هر کال د حج د ورځو په رارسېدو سره د ښوونکو د روزنې په برخه کې بېلابېل پروګرامونه په لاره اچوي.


د مطلب کود: 268505

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/268505/په-کابل-کې-د-ښوونکو-لپاره-حج-اوه-ورځنی-تعلیمي-سیمینار-جوړ-شو

آوا
  https://www.avapress.com