افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ په ۹ ټویټونو کې لیکلي چې په خوست ولایت کې ۸۲۷ اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي ورکړل شوي دي.
د کډوالو چارو وزارت زیاته کړې، چې دغه کورنۍ د خوست ولایت د شمالي او جنوبي وزیرستان اوسېدونکي وې، چې مرستې یې ترلاسه کړې دي.
دغه وزارت زیاته کړې، چې څه موده وړاندې د خوست ولایت د مهاجرینو چارو ریاست هرې کورنۍ ته پنځوس کیلو اوړه، ۶ کیلو دال، ۴ لیتره غوړي او نیم کیلو مالګه مرسته وکړه.
داپه داسې حال کې ده چې پرون په ننګرهار ولايت کې څه دپاسه اته زره تنو د خوراک نړيوال سازمان له خوا نغدي مرسته وشوه .
د يادونې وړ ده، چې د خوړو نړيوال سازمان د نورو کورنيو او بهرنيو موسسو ترڅنګ په هېواد کې له بې وزلو او اړمنو خلکو سره مرستې کوي، خو د پلازمېنې اوسېدونکي د مرستو له ناسم وېش څخه شکايت کوي.