دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۴ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۳۳
د مطلب کود : 266449
د بدخشان په یاوان کې د د کان د نړېدو له امله دوه تنه وژل شوي دي
د بدخشان سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په یاوان ولسوالۍ کې د سرو زرو د یوه کان د چت د لوېدو له امله دوه تنه وژل شوي او یو بل ټپي دی.
افغان غږ خبری آژانس: د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رئیس معیز الدین احمدی د افغان غږ خبری آژانس خبریال ته وویل چې دغه پیښه د حوت پر ۱۲مه د یاوان ولسوالۍ په «قطربید» کلي کې هغه مهال رامنځ ته شوه چې کان کيدونکي د سرو زرو په کان کې کار کاوه.
 
احمدي زياته کړه، چې د پېښې د قربانيانو جسدونه د دې ولسوالۍ د مسؤلينو او خلکو له خوا له څلور ساعته وروسته له خاورو څخه را ايستل شوي دي.
 
په همدې حال کې په بدخشان کې د کانونو غیر معیاري استخراج تل د کارګرانو ژوند اخیستی دی.
https://avapress.com/vdcgt39xyak93t4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته