کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بدخشان په یاوان کې د د کان د نړېدو له امله دوه تنه وژل شوي دي

14 حوت 1401 ساعت 10:33

د بدخشان سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په یاوان ولسوالۍ کې د سرو زرو د یوه کان د چت د لوېدو له امله دوه تنه وژل شوي او یو بل ټپي دی.


آوا: د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رئیس معیز الدین احمدی د آوا خبریال ته وویل چې دغه پیښه د حوت پر ۱۲مه د یاوان ولسوالۍ په «قطربید» کلي کې هغه مهال رامنځ ته شوه چې کان کيدونکي د سرو زرو په کان کې کار کاوه.
 
احمدي زياته کړه، چې د پېښې د قربانيانو جسدونه د دې ولسوالۍ د مسؤلينو او خلکو له خوا له څلور ساعته وروسته له خاورو څخه را ايستل شوي دي.
 
په همدې حال کې په بدخشان کې د کانونو غیر معیاري استخراج تل د کارګرانو ژوند اخیستی دی.


د مطلب کود: 266449

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/266449/د-بدخشان-په-یاوان-کې-کان-نړېدو-له-امله-دوه-تنه-وژل-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com