دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۱۲
د مطلب کود : 266273
په تخار، کندز او سرپل کې د نیالګیو کینولو کمپاین پیل شو
د تخار او سرپل سیمه ییزو چارواکو د دغه ولایت په مرکزونو کې د شنو نیالګیو کینولو کمپاین پیل کړی او وايي، چې په تخار کې به ۱۶۰ زره نیالګي کېنوي، په کندوز کې به سل زره نیالګي کېنوي او ۶۰ زره نور نیالګي په سرپل ښار کې به وکرل شي.
افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د تخار د والي ویاند محب الله نیکزاد نن چهارشنبه د کب ۱۰ مه په تالقان ښار کې د شنې نیالګیو کینولو کمپاین پیل اعلان کړ.
 
هغه زياته کړه، چې دغه کمپاين د تخار د والي او د دولتي ادارو د رييسانو له خوا پيل شوى دى.
 
د دوی په خبره، په دې کمپاین کې به ۱۱۰ زره مېوه لرونکي او ۶۰ زره بې مېوه لرونکي نیالګي کېنول شي.
 
دغه راز په کندز کې د (نهال پیروزی و ترقی) تر نامه لاندې د نیالګي کینولو کمپاین پیل شو.
 
د کندز د سیمه ییزو چارواکو په وینا، د دغه کمپاین په ترڅ کې به د ښاروالۍ، کرنې او چاپېریال ساتنې ریاستونو له خوا د کندز په ځینو برخو کې څه باندې سل زره زینتي او میوه لرونکي نیالګي کېنول شي.
 
په ورته وخت کې د سرپل د چاپېریال ساتنې ریاست هم په دغه ولایت کې د ۶۰ زره نیالګیو اېښودلو کمپاین پیل کړی دی.
 
دا په داسې حال کې ده، چې هر کال د پسرلي له رارسېدو سره د هېواد په لويو ښارونو کې زرګونه نيالګي کېنول کېږي، خو د اوبو د کمښت، سختې ګرمۍ او د خلکو د نه پاملرنې له امله يې ډېرى يې د دوبي په موسم کې وچیږي.
 
https://avapress.com/vdcbz0b5frhb05p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته