دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۳ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۱۸
د مطلب کود : 262337
په تخار کې د سیند د اوبو مالګین کیدل د خلکو ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی
د تخار اوسېدونکي وايي، کله چې سیند د مالګې له کان تېرېږي، اوبه یې مالګېن کېږي او د څښاک او کرنې لپاره نه شي کارولی. د تازه اوبو نشتوالي د دوی ژوند اغېزمن کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د تخار ولایت له مرکز تالقان ښار څخه په ۲۴ کیلومترۍ کې د «نمک اب» ولسوالۍ د «نمک تاقچخانې» کان تر تیریدو وروسته د «نمکاب» د سمندر اوبه "مالګین کیږي او د څښاک او کرنې لپاره کارول کیدی نه شي.
 
د دغه سمندرګي په اوږدو کې ۱۸۰ کلي پراته دي او د دغو کلیو اوسېدونکي د څښاک او کرنیزو اوبو له ستونزو سره مخ دي.
 
د تخار یو شمېر اوسېدونکو افغان غږ خبری آژانس ته وویل: د دغه سیند استنادي دېوالونه په بشپړه توګه له منځه تللي او اوبه یې بیا په بشپړه توګه مالګېن شوې دي.
 
د تخار د اوسېدونکو په وینا، په ۲۰۱۹ کال کې د دې سمندر په لاره کې مصنوعي بستر جوړ شوی، څو مالګه د سمندر تازه اوبه مالګېن نه کړي، خو استنادي دېوالونه یې په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.
 
په همدې حال کې د تخار د کرنې رئیس عبدالرحیم احدي افغان غږ خبری آژانس ته یې ویلي چې خلک د څښاک د پاکو اوبو له ستونزې سره مخ دي او د تازه اوبو د ترلاسه کولو لپاره ساعتونه مزل کوي.
 
د هغه په ​​وينا، حکومت هڅه کوي، چې د اوبو لارې بدلې کړي او د خلکو ستونزې هوارې کړي.
 
د تخار د کرنې رييس زياته کړه، چې په دې اړه پلانونه جوړ شوي او له مالګې څخه د سمندر د جلا کولو کار به پيل شي.
 
https://avapress.com/vdcipraryt1aqp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته