دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۶ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۴۶
د مطلب کود : 263873
په تخار او لوګر کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ بیا پیل شو
په تخار او لوګر ولایتونو کې سیمه ییزې سرچینې وايي، هغو غوښتونکو ته چې بانکي آویزونه لري او پیسې یې بانک ته سپارلي دي، د پاسپورټ د ورکړې بهیر پیل شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په تخار او لوګر ولایتونو کې سیمه ییزې سرچینې وایی، هغو کسانو ته چې بانکی آویزونه لری او پیسې یې بانک ته سپارلی، د پاسپورټ د ورکړې بهیر پیل شوی دی.
 
سرچینه تیره ورځ د جدی ۲۵مه وویل چې په دې پروسه کې یوازې هغه کسان شامل دي چې د پاسپورټ لپاره یې پیسې ورکړې او بانکي آویزونه لري.
 
له بلې خوا د تخار ولایت لپاره د اسلامي امارت د پاسپورټ دفتر ویلي چې تر اوسه یې ټولو ته د پاسپورټونو د عادي ویش په اړه پریکړه نه ده کړې.
 
په همدې حال کې د يکشنبې په ورځ د جدی په ٢٥مه، په لوګر ولايت کې سرچينې وايي، چې په دغه ولايت کې به نن (دوشنبه، جدی ٢٦) د پاسپورټونو د وېش لړۍ پيل شي.
 
د سرچينې د معلوماتو له مخې، تر اوسه ټولو غوښتونکو ته د پاسپورټونو د وېش د عادي بهير د پيل وخت نه دى ټاکل شوى.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد ډېرى اوسېدونکي په ځانګړې توګه ناروغان له څو مياشتو راهيسې د پاسپورټونو د ترلاسه کولو په تمه ناست دي.
 
د يادونې وړ ده، چې له څلورو مياشتو راهيسې په ټول هېواد کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ درول شوې ده.
 
https://avapress.com/vdcefx8wxjh8pvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته