دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۱۶
د مطلب کود : 266138
اوچا: په افغانستان کې د ناچاودو ماینونو د شنډولو لپاره ۱۸.۳ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده
اوچا ویلي چې په ۲۰۲۳ کې، په افغانستان کې د ناچاودو وسلو د خنثی کولو، ماین پاکولو، د خطرونو د زده کړې او د ژوندي پاتې شویو کسانو د ملاتړ لپاره ۱۸.۳ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملګرو ملتونو د بشری مرستو دفتر (OCHA) نن دوشنبه (کب ۸) په خپل ټویټر کې لیکلي چې په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو له امله دا هېواد یو له هغو هېوادونو څخه دی چې تر ټولو زیاته ککړه ځمکه لري.
 
د جګړې څخه پاتې شوي مهمات او ماینونه وخت په وخت د هیواد په ګوټ ګوټ کې قربانيان اخلي.
 
ویل کیږي چې د افغانستان شاوخوا ۶۰۶ مربع کیلومتره خاوره په ماینونو او چاودیدونکو توکو باندي ککړه ده.
 
https://avapress.com/vdcbf0b5wrhb08p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته