افغان غږ خبری آژانس - کابل: نن (شنبه، دلوې ۲۹) دغه دفتر په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې افغانستان د پرله پسې وچکالیو له امله سخت ځپل شوی دی.
د اوچا په وینا، د ۲۰۲۲ کال وچکالۍ د څښاک پاکو اوبو ته د اړتیا وړ کورنیو شمېر اووه سلنه زیات کړی او ۱۲ سلنه کورنۍ پاکو اوبو ته د لاسرسي له ستونزو سره مخ دي.
دغه بنسټ زیاته کړه: "۱۴ میلیونه وګړو ته د څښاک د پاکو اوبو د برابرولو او د ناروغیو د مخنیوي لپاره ۴۷۹ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده."
په روان اوړي کې یو شمېر ولایتونه د څښاک د اوبو له سخت کمښت سره مخ وو.
دغه راز په ځينو ولايتونو کې د ناپاکو اوبو کارول په خلکو کې د بېلابېلو ناروغيو د خپرېدو لامل شوي دي.