کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اوچا: په افغانستان کې ۱۴ میلیونه وګړو ته د پاکو اوبو د برابرولو لپاره ۴۷۹ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده

29 دلو 1401 ساعت 13:37

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو دفتر (OCHA) وايي، په افغانستان کې ۱۴ میلیونه وګړو ته د پاکو اوبو رسولو لپاره ۴۷۹ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده او په ۲۰۲۲ کال کې د څښاک پاکو اوبو ته د کورنیو اړتیا ۷ سلنه زیاته شوې ده.


آوا - کابل: نن (شنبه، دلوې ۲۹) دغه دفتر په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې افغانستان د پرله پسې وچکالیو له امله سخت ځپل شوی دی.
 
د اوچا په وینا، د ۲۰۲۲ کال وچکالۍ د څښاک پاکو اوبو ته د اړتیا وړ کورنیو شمېر اووه سلنه زیات کړی او ۱۲ سلنه کورنۍ پاکو اوبو ته د لاسرسي له ستونزو سره مخ دي.
 
دغه بنسټ زیاته کړه: "۱۴ میلیونه وګړو ته د څښاک د پاکو اوبو د برابرولو او د ناروغیو د مخنیوي لپاره ۴۷۹ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده."
 
په روان اوړي کې یو شمېر ولایتونه د څښاک د اوبو له سخت کمښت سره مخ وو.
 
دغه راز په ځينو ولايتونو کې د ناپاکو اوبو کارول په خلکو کې د بېلابېلو ناروغيو د خپرېدو لامل شوي دي.


د مطلب کود: 265658

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/265658/اوچا-په-افغانستان-کې-۱۴-میلیونه-وګړو-ته-د-پاکو-اوبو-برابرولو-لپاره-۴۷۹-ډالرو-اړتیا-ده

آوا
  https://www.avapress.com