دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۳۱
د مطلب کود : 265749
اوچا: په افغانستان کې ۵۶ سلنه کورنۍ په نیمه زیانمنونکو کورونو کې ژوند کوي
په افغانستان کې د زلزلې او سختو واورو او بارانونو له امله کورونو ته له اوښتو زیانونو وروسته د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) اعلان وکړ، چې د ارزونو پر بنسټ په دغه هېواد کې ۵۶ سلنه کورنۍ په نیمه زیانمنونکي کورونو کې او ۱۸٪ په زیان منونکي کورونو کې ژوند کوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اوچا په نوي راپور کې چې پرون یکشنبه د دلوې په ۳۰مه په یو لړ ټویټونو کې خپور شو، خبرداری ورکړل شوی چې دغه کورنۍ په عاجله توګه سرپناه، د تودوخې موادو او جامو ته اړتیا لري.
 
دغه سازمان ویلي چې د ۲۰۲۳ کال په لومړیو دریو میاشتو کې په افغانستان کې له زیانمنو شویو کورنیو سره د مرستې لپاره ۳۰،۱ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.
 
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې په بدخشان ولایت کې د زلزلې له امله د سیمه ییزو چارواکو په وینا تر ۷۰ زیات کورونه ویجاړ شوي وو. له دغې زلزلې دوه ورځې وروسته پرون یکشنبه د دلوې په ۳۰مه دغه ولایت او د هغه ګاونډی تخار ولایت یو ځل بیا د زلزلې شاهد و.
 
په تېرو اوونيو او مياشتو کې د سختو واورو او بارانونو له امله د خلکو ګڼ کورونه ويجاړ شوي چې په ځينو مواردو کې يې ځاني زيانونه هم اړولي دي.
 
https://avapress.com/vdci5war3t1aqy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته