کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اوچا: په افغانستان کې ۵۶ سلنه کورنۍ په نیمه زیانمنونکو کورونو کې ژوند کوي

1 حوت 1401 ساعت 9:31

په افغانستان کې د زلزلې او سختو واورو او بارانونو له امله کورونو ته له اوښتو زیانونو وروسته د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) اعلان وکړ، چې د ارزونو پر بنسټ په دغه هېواد کې ۵۶ سلنه کورنۍ په نیمه زیانمنونکي کورونو کې او ۱۸٪ په زیان منونکي کورونو کې ژوند کوي.


آوا - کابل: د اوچا په نوي راپور کې چې پرون یکشنبه د دلوې په ۳۰مه په یو لړ ټویټونو کې خپور شو، خبرداری ورکړل شوی چې دغه کورنۍ په عاجله توګه سرپناه، د تودوخې موادو او جامو ته اړتیا لري.
 
دغه سازمان ویلي چې د ۲۰۲۳ کال په لومړیو دریو میاشتو کې په افغانستان کې له زیانمنو شویو کورنیو سره د مرستې لپاره ۳۰،۱ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.
 
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې په بدخشان ولایت کې د زلزلې له امله د سیمه ییزو چارواکو په وینا تر ۷۰ زیات کورونه ویجاړ شوي وو. له دغې زلزلې دوه ورځې وروسته پرون یکشنبه د دلوې په ۳۰مه دغه ولایت او د هغه ګاونډی تخار ولایت یو ځل بیا د زلزلې شاهد و.
 
په تېرو اوونيو او مياشتو کې د سختو واورو او بارانونو له امله د خلکو ګڼ کورونه ويجاړ شوي چې په ځينو مواردو کې يې ځاني زيانونه هم اړولي دي.
 


د مطلب کود: 265749

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/265749/اوچا-په-افغانستان-کې-۵۶-سلنه-کورنۍ-نیمه-زیانمنونکو-کورونو-ژوند-کوي

آوا
  https://www.avapress.com