کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اوچا: په افغانستان کې د ناچاودو ماینونو د شنډولو لپاره ۱۸.۳ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده

8 حوت 1401 ساعت 14:16

اوچا ویلي چې په ۲۰۲۳ کې، په افغانستان کې د ناچاودو وسلو د خنثی کولو، ماین پاکولو، د خطرونو د زده کړې او د ژوندي پاتې شویو کسانو د ملاتړ لپاره ۱۸.۳ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.


آوا - کابل: د ملګرو ملتونو د بشری مرستو دفتر (OCHA) نن دوشنبه (کب ۸) په خپل ټویټر کې لیکلي چې په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو له امله دا هېواد یو له هغو هېوادونو څخه دی چې تر ټولو زیاته ککړه ځمکه لري.
 
د جګړې څخه پاتې شوي مهمات او ماینونه وخت په وخت د هیواد په ګوټ ګوټ کې قربانيان اخلي.
 
ویل کیږي چې د افغانستان شاوخوا ۶۰۶ مربع کیلومتره خاوره په ماینونو او چاودیدونکو توکو باندي ککړه ده.
 


د مطلب کود: 266138

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/266138/اوچا-په-افغانستان-کې-د-ناچاودو-ماینونو-شنډولو-لپاره-۱۸-۳-میلیونه-ډالرو-ته-اړتیا-ده

آوا
  https://www.avapress.com