دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۷ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۴۶
د مطلب کود : 265578
ناوې د خپل خسر له کوره د غلا په تور ونیول شو
د هرات امنیتي چارواکي وايي، یوه ښځه یې د خپل خسر له کوره د څو سوه زره افغانیو د غلا په تور نیولې ده.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هرات د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسئول عبدالله انصاف وايي، چې د شپږمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې یې یوه ښځه د خپل خسر له کور څخه د پیسو د غلا په تړاو نیولې ده.
 
ده زياته کړه: له دغه کس څخه ٤١٨ زره افغانۍ او سل میليونه تومان ايراني پيسې ترلاسه شوي دي.
 
د انصاف په خبره، تر اوسه د دغه کس انګېزه نه ده معلومه او تر نورو څېړنو لاندې دی.
 
ویل کیږي، چې هره ورځ د امنیتي ځواکونو له خوا د غلا په تور د خلکو د نیولو خبرونه ورکول کیږي، خو د ښځو له خوا د غلا پېښې کمې دي.
 
د کارپوهانو په اند، اقتصادي ستونزې او وزګارتيا يو له هغو عواملو څخه دي، چې د خلکو د شتمنيو د غلا او حتی وسله والو غلاوو ته لمن وهي، چې ټولنيزې ګډوډي رامنځته کوي او په خلکو کې اندېښنې او ناامني زياتوي.
 
https://avapress.com/vdciywarvt1aqw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته