افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان کونسلګرۍ نن (پنجشنبه، دلوې ۲۷) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په آزاد شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي چې افغانستان ته لېږدول شوي دي.
ویل کیږي چې په پاکستان کې افغان کډوال په عمده توګه له دې امله نیول شوي او زنداني شوي چې د اوسیدو اسناد نه لري.
تر دې مخکې اسلامي امارت د پاکستان د سند صوبې له یوه زندان څخه د ۴۰ افغان اتباعو د خوشي کولو اعلان وکړ.