دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۴۲
د مطلب کود : 265431
د راډیو نړیواله ورځ؛ مالي ستونزې او د چارواکو دوه ګونې چلند، د بلخ د راډیوګانو ننګونې
د راډيو د نړيوالې ورځې په مناسبت د بلخ چارواکي او د رسنيو کارپوهان د سيمه ييزو راډيوګانو د اقتصادي ستونزو له زياتوالي او د مسئولينو له دوه ګونې چلند څخه شکايت کوي او د حکومت د جدي پاملرنې غوښتونکي دي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: په ورته وخت کې د فبرورۍ ۱۳ د راډیو نړیواله ورځ ده، په شمال کې د خبریالانو د مصونیت د کمېټې مشر لطیف سهاک افغان غږ خبری آژانس ته وویل چې د تېر کال په اوږدو کې د سیمه ییزو په بلخ کې راډيوګانې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
 
هغه زياته کړه، د پروژو او اعلاناتو کمښت د بلخ سيمه ييزو راډيوګانو ته اقتصادي ستونزې پيدا کړې او دغې رسنۍ خپل اورېدونکي له لاسه ورکړي دي.
 
په همدې حال کې د بلخ د یوې سیمه ییزې راډیو مسئول سید محمد یزدان پرست هم له افغان غږ خبری آژانس سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې په تېرو دوو کلونو کې په دغه ولایت کې ۵۰ سلنه راډیوګانې فعالیت کوي.
 
هغه زیاته کړه چې له دې وضعیت سره د بلخ راډیو ۷۰ سلنه کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.
 
يزدان پرست دا هم وويل، چې د بلخ راډيوګانې پر اقتصادي ستونزو سربېره د دولتي چارواکو او خبري ادارو له دوه ګونې چلند سره مخ دي او د ټلوېزيونونو په پرتله چارواکي کمې لېوالتيا لري، چې راډيوګانو ته مرکې ورکړي.
 
په همدې حال کې د بلخ د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسئولینو له افغان غږ خبری آژانس سره په خبرو کې وویل چې اوسمهال په بلخ کې اته راډیوګانې خپرونې کوي، په داسې حال کې چې پخوا په دغه ولایت کې ۱۳ راډیوګانې فعالیت درلودې.
 
په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره (نی) هم وايي چې په هېواد کې له ۳۰۷ راډیو ګانو څخه چې په تېرو دوو لسیزو کې فعالې وې، اوس تر ۱۷۰ ډېرې راډیوګانې فعالې دي.
 
https://avapress.com/vdcgwn9xqak93t4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته