کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د راډیو نړیواله ورځ؛ مالي ستونزې او د چارواکو دوه ګونې چلند، د بلخ د راډیوګانو ننګونې

24 دلو 1401 ساعت 14:42

د راډيو د نړيوالې ورځې په مناسبت د بلخ چارواکي او د رسنيو کارپوهان د سيمه ييزو راډيوګانو د اقتصادي ستونزو له زياتوالي او د مسئولينو له دوه ګونې چلند څخه شکايت کوي او د حکومت د جدي پاملرنې غوښتونکي دي.


آوا - مزارشریف: په ورته وخت کې د فبرورۍ ۱۳ د راډیو نړیواله ورځ ده، په شمال کې د خبریالانو د مصونیت د کمېټې مشر لطیف سهاک آوا ته وویل چې د تېر کال په اوږدو کې د سیمه ییزو په بلخ کې راډيوګانې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
 
هغه زياته کړه، د پروژو او اعلاناتو کمښت د بلخ سيمه ييزو راډيوګانو ته اقتصادي ستونزې پيدا کړې او دغې رسنۍ خپل اورېدونکي له لاسه ورکړي دي.
 
په همدې حال کې د بلخ د یوې سیمه ییزې راډیو مسئول سید محمد یزدان پرست هم له آوا سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې په تېرو دوو کلونو کې په دغه ولایت کې ۵۰ سلنه راډیوګانې فعالیت کوي.
 
هغه زیاته کړه چې له دې وضعیت سره د بلخ راډیو ۷۰ سلنه کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.
 
يزدان پرست دا هم وويل، چې د بلخ راډيوګانې پر اقتصادي ستونزو سربېره د دولتي چارواکو او خبري ادارو له دوه ګونې چلند سره مخ دي او د ټلوېزيونونو په پرتله چارواکي کمې لېوالتيا لري، چې راډيوګانو ته مرکې ورکړي.
 
په همدې حال کې د بلخ د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسئولینو له آوا سره په خبرو کې وویل چې اوسمهال په بلخ کې اته راډیوګانې خپرونې کوي، په داسې حال کې چې پخوا په دغه ولایت کې ۱۳ راډیوګانې فعالیت درلودې.
 
په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره (نی) هم وايي چې په هېواد کې له ۳۰۷ راډیو ګانو څخه چې په تېرو دوو لسیزو کې فعالې وې، اوس تر ۱۷۰ ډېرې راډیوګانې فعالې دي.
 


د مطلب کود: 265431

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/265431/د-راډیو-نړیواله-ورځ-مالي-ستونزې-او-چارواکو-دوه-ګونې-چلند-بلخ-راډیوګانو-ننګونې

آوا
  https://www.avapress.com