دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۴۶
د مطلب کود : 265393
په میدان وردګو ولایت کې پر ۷۴۳ اړمنو کورنیو خوراکي توکي وویشل شول
د میدان وردګو ولایت د رسنیو دفتر وايي، د دغه ولایت په مرکز او جغتو ولسوالۍ کې پر ۷۴۳ کورنیو خوراکي توکي وېشل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د میدان وردګو ولایت رسنیز دفتر وايي، چې د دغه ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست د شره میاشت په مالي همکارۍ ۴۹۳ ماشومانو ته د ژمنیو توکو ۱۶ توکي وویشل.
 
په ورته وخت کې د دې ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست له ۲۵۰ اړمنو کورنیو سره چې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنې شوي، د پنځوس کیلوګرامه وریجو مرسته هم وکړه.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم په میدان وردګو ولایت کې د ۴،۷ میلیونه افغانیو په لګښت ۲۴۵ کورنیو ته د سره میاشت دفتر له خوا د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی برابر شوی و.
 
په ورته وخت کې په هېواد کې د اړمنو کورنیو لپاره د نړیوالو مرستو د وېش لړۍ د پلازمېنې ښار اوسېدونکي د وېش له بې عدالتۍ شکایت کوي.
 
تر دې وړاندې د کډوالو چارو وزارت ویلي وو، چې اړمنو ته د مرستو په وېش کې باید د خلکو دیني مسایل په پام کې ونیول شي.
 
د يادونې وړ ده، چې ميدان وردګ د هېواد يو له محرومو ولايتونو څخه دى، چې ډېرى يې کروندګر دي او عادي ژوند تېروي، خو تر اوسه په دغه ولايت کې د پام وړ پرمختيايي کارونه نه دي شوي.
 
https://avapress.com/vdcdnk0xsyt09s6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته