کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په میدان وردګو ولایت کې پر ۷۴۳ اړمنو کورنیو خوراکي توکي وویشل شول

24 دلو 1401 ساعت 10:46

د میدان وردګو ولایت د رسنیو دفتر وايي، د دغه ولایت په مرکز او جغتو ولسوالۍ کې پر ۷۴۳ کورنیو خوراکي توکي وېشل شوي دي.


آوا - کابل: د میدان وردګو ولایت رسنیز دفتر وايي، چې د دغه ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست د شره میاشت په مالي همکارۍ ۴۹۳ ماشومانو ته د ژمنیو توکو ۱۶ توکي وویشل.
 
په ورته وخت کې د دې ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست له ۲۵۰ اړمنو کورنیو سره چې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنې شوي، د پنځوس کیلوګرامه وریجو مرسته هم وکړه.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم په میدان وردګو ولایت کې د ۴،۷ میلیونه افغانیو په لګښت ۲۴۵ کورنیو ته د سره میاشت دفتر له خوا د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی برابر شوی و.
 
په ورته وخت کې په هېواد کې د اړمنو کورنیو لپاره د نړیوالو مرستو د وېش لړۍ د پلازمېنې ښار اوسېدونکي د وېش له بې عدالتۍ شکایت کوي.
 
تر دې وړاندې د کډوالو چارو وزارت ویلي وو، چې اړمنو ته د مرستو په وېش کې باید د خلکو دیني مسایل په پام کې ونیول شي.
 
د يادونې وړ ده، چې ميدان وردګ د هېواد يو له محرومو ولايتونو څخه دى، چې ډېرى يې کروندګر دي او عادي ژوند تېروي، خو تر اوسه په دغه ولايت کې د پام وړ پرمختيايي کارونه نه دي شوي.
 


د مطلب کود: 265393

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/265393/په-میدان-وردګو-ولایت-کې-پر-۷۴۳-اړمنو-کورنیو-خوراکي-توکي-وویشل-شول

آوا
  https://www.avapress.com