افغان غږ خبری آژانس - کابل: په پاکستان کې د افغانستان سفارت د سه شنبې په ورځ (جدی ۱۳) اعلان وکړ چې د افغانستان سفارت به په پاکستان کې د بندو افغان کډوالو د راستنیدو لګښت ورکړي.
په اعلاميه کې راغلي چې د بهرنيو چارو وزارت د لارښوونې له مخې، د ټولو هغو افغان وروڼو او خويندو د راستنېدو لګښت چې له کراچۍ زندان څخه راخوشې شوي دي، په پاکستان کې د افغانستان د اسلامي امارت سفارت په غاړه لري.
په دغه اعلان کې د بندیانو له کورنیو هم غوښتل شوي چې نورو کسانو ته د پیسو له ورکولو ډډه وکړي.
تر دې مخکې د پاکستان د کراچۍ ښار په زندان کې چې د ښځو او ماشومانو په ګډون سلګونه افغان کډوال بندیان دي، چارواکو ویلي وو چې د دغو کډوالو د راستنېدو بهیر به روانه اوونۍ پیل شي.
که څه هم په اعلامیه کې دا نه دي ویل شوي چې څومره بندیان به خوشې شي، خو په پاکستان کې د افغانستان سفارت تر دې مخکې ویلي وو چې ۱۵۰۰ بې اسناده افغان کډوال په پاکستان کې بندیان دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو ورځو کې د پاکستان د پوليسو له خوا يو شمېر افغان کډوال نيول شوي او تر وهلو ټکولو وروسته زنداني شوي دي.