کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پاکستان کې د افغانستان سفارت: له زندانه د خوشي شویو کډوالو د بېرته ستنېدو لګښت به ورکړو

14 جدی 1401 ساعت 14:43

په پاکستان کې د افغانستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د هغو افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لګښت ورکوي چې د کراچۍ له زندانه خوشي شوي دي.


آوا - کابل: په پاکستان کې د افغانستان سفارت د سه شنبې په ورځ (جدی ۱۳) اعلان وکړ چې د افغانستان سفارت به په پاکستان کې د بندو افغان کډوالو د راستنیدو لګښت ورکړي.
 
په اعلاميه کې راغلي چې د بهرنيو چارو وزارت د لارښوونې له مخې، د ټولو هغو افغان وروڼو او خويندو د راستنېدو لګښت چې له کراچۍ زندان څخه راخوشې شوي دي، په پاکستان کې د افغانستان د اسلامي امارت سفارت په غاړه لري.
 
په دغه اعلان کې د بندیانو له کورنیو هم غوښتل شوي چې نورو کسانو ته د پیسو له ورکولو ډډه وکړي.
 
تر دې مخکې د پاکستان د کراچۍ ښار په زندان کې چې د ښځو او ماشومانو په ګډون سلګونه افغان کډوال بندیان دي، چارواکو ویلي وو چې د دغو کډوالو د راستنېدو بهیر به روانه اوونۍ پیل شي.
 
که څه هم په اعلامیه کې دا نه دي ویل شوي چې څومره بندیان به خوشې شي، خو په پاکستان کې د افغانستان سفارت تر دې مخکې ویلي وو چې ۱۵۰۰ بې اسناده افغان کډوال په پاکستان کې بندیان دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو ورځو کې د پاکستان د پوليسو له خوا يو شمېر افغان کډوال نيول شوي او تر وهلو ټکولو وروسته زنداني شوي دي.
 


د مطلب کود: 263391

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/263391/په-پاکستان-کې-د-افغانستان-سفارت-له-زندانه-خوشي-شویو-کډوالو-بېرته-ستنېدو-لګښت-ورکړو

آوا
  https://www.avapress.com