افغان غږ خبری آژانس: د عراق د پارلمان له رايې ورکولو وروسته السوداني په ټويټر ليکلي: "په خدای له باور وروسته، زموږ وړانديز شوې کابينې د باور رايه وګټله."
السوداني او د کابینې غړو د نن ورځې د پارلمان د غونډې په پای کې لوړه وکړه.
د عراق د صدراعظم د کابینې په لست کې؛ د بهرنیو چارو وزیر فواد حسین، د کورنیو چارو وزیر عبدالامیر الشمري، د مالیې وزیر طیف محمد او د دفاع وزیر ثابت رضا شامل دي.
د مالیې، مخابراتو او کډوالۍ درې وزیرانې ښځې دي.
د عراق د پارلمان غړو د نوي حکومت لپاره د رایې ورکولو سره، د مصطفی الکاظمي لومړی وزیر پای ته ورسید.