کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د عراق د نوي لومړي وزیر کابینې د باور رایه ترلاسه کړه

6 عقرب 1401 ساعت 11:27

د عراق پارلمان د دغه هېواد د لومړي وزیر محمد شیاع السوداني کابینې ته د باور رایه ورکړه او د کابینې غړو د پارلمان د غونډې په پای کې لوړه وکړه.


آوا: د عراق د پارلمان له رايې ورکولو وروسته السوداني په ټويټر ليکلي: "په خدای له باور وروسته، زموږ وړانديز شوې کابينې د باور رايه وګټله."

 
السوداني او د کابینې غړو د نن ورځې د پارلمان د غونډې په پای کې لوړه وکړه.
 
د عراق د صدراعظم د کابینې په لست کې؛ د بهرنیو چارو وزیر فواد حسین، د کورنیو چارو وزیر عبدالامیر الشمري، د مالیې وزیر طیف محمد او د دفاع وزیر ثابت رضا شامل دي.
 
د مالیې، مخابراتو او کډوالۍ درې وزیرانې ښځې دي.
 
د عراق د پارلمان غړو د نوي حکومت لپاره د رایې ورکولو سره، د مصطفی الکاظمي لومړی وزیر پای ته ورسید.


د مطلب کود: 260237

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/260237/د-عراق-نوي-لومړي-وزیر-کابینې-باور-رایه-ترلاسه-کړه

آوا
  https://www.avapress.com