دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۴ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۴۹
د مطلب کود : 260158
په جوزجان کې د شپږ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د دریو شبکو کار پیل شو
دا چي جوزجان د اوبو د کمښت له بحران سره مخ دي، د دغه ولایت سیمه ییز چارواکي د څه باندې شپږ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د درېیو شبکو د پرانیستلو خبر ورکوي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د جوزجان ولایت د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، د شبرغان ښار د تنکي بایان، عزیز آباد او جوی غفور په کلیو کې د اوبو رسولو د دغو دریو شبکو کار پیل شوی دی.
 
دجوزجان ولايت دکليو دبيا جوړولو او پراختيا رئيس مولوي اسدالله حمزه وويل چې دغه پروژې څه دپاسه شپږ ميليونه افغانيو په ارزښت دجوزجان ولايت دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا رياست له خوا پلې کيږي چې ٥٥٠ کورنۍ به ورڅخه ګټه واخلي .
 
په همدې حال کې د جوزجان ولايت داطلاعاتو او کلتور رئيس بسم الله نصرت په دغه ولايت کې د اوبو د کمښت له امله  افغان غږ خبری آژانس ته خبر ورکړ او ويې ويل: يوازې د جوزجان د مرکز د سيمو اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسى لري او داسې نور. د ښار شاوخوا کلي، اقچې ولسوالۍ او د ولسواليو خلک د سرپل په لاره کې پاکې اوبه نه لري او له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې پر جوزجان سربېره د هېواد نور شمالي ولایتونه لکه بلخ، فاریاب او سرپل هم د اوبو له کمښت سره مخ دي او د وچکالۍ او زیاتې استفادې له امله د دغو ولایتونو سطحي او تر ځمکې لاندې اوبه په بې ساري ډول کمېږي.
 
https://avapress.com/vdchmvni623n-zd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته