کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په جوزجان کې د شپږ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د دریو شبکو کار پیل شو

4 عقرب 1401 ساعت 13:49

دا چي جوزجان د اوبو د کمښت له بحران سره مخ دي، د دغه ولایت سیمه ییز چارواکي د څه باندې شپږ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د درېیو شبکو د پرانیستلو خبر ورکوي.


آوا - مزارشریف: د جوزجان ولایت د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، د شبرغان ښار د تنکي بایان، عزیز آباد او جوی غفور په کلیو کې د اوبو رسولو د دغو دریو شبکو کار پیل شوی دی.
 
دجوزجان ولايت دکليو دبيا جوړولو او پراختيا رئيس مولوي اسدالله حمزه وويل چې دغه پروژې څه دپاسه شپږ ميليونه افغانيو په ارزښت دجوزجان ولايت دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا رياست له خوا پلې کيږي چې ٥٥٠ کورنۍ به ورڅخه ګټه واخلي .
 
په همدې حال کې د جوزجان ولايت داطلاعاتو او کلتور رئيس بسم الله نصرت په دغه ولايت کې د اوبو د کمښت له امله  آوا ته خبر ورکړ او ويې ويل: يوازې د جوزجان د مرکز د سيمو اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسى لري او داسې نور. د ښار شاوخوا کلي، اقچې ولسوالۍ او د ولسواليو خلک د سرپل په لاره کې پاکې اوبه نه لري او له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې پر جوزجان سربېره د هېواد نور شمالي ولایتونه لکه بلخ، فاریاب او سرپل هم د اوبو له کمښت سره مخ دي او د وچکالۍ او زیاتې استفادې له امله د دغو ولایتونو سطحي او تر ځمکې لاندې اوبه په بې ساري ډول کمېږي.
 


د مطلب کود: 260158

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/260158/په-جوزجان-کې-د-شپږ-میلیونه-افغانیو-ارزښت-اوبو-رسولو-دریو-شبکو-کار-پیل-شو

آوا
  https://www.avapress.com