دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۶ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۰۳
د مطلب کود : 259854
د پخواني رژیم د یو شمیر سیاسي شخصیتونو مجازي غونډې ته د اسلامي امارت غبرګون
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال د هیواد د یو شمیر سیاسي شخصیتونو او پخوانیو چارواکو مجازي ناستې ته په غبرګون کې وویل چې د افغانستان خلک دا کسان نه مني.
افغان غږ خبری آژانس: د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي له ټولو افغانانو وغوښتل چې هیواد ته ستانه شي.
 
دا غبرګون وروسته له هغه کېږي، چې یو شمېر سیاسي څېرو، پخوانیو حکومتي چارواکو او له هېواده بهر مدني فعالانو د نورو مسایلو ترڅنګ په یوه مجازي غونډه کې «ملي خبرې» وبللې.
 
ښاغلي کریمي وویل: اسلامي امارت یو کمیسیون جوړ کړی چې په بهر کې میشت کسان د همدې کمیسیون له لارې خپل هیواد ته ستانه شي ترڅو په خپل هیواد کې په سوله او آرامۍ سره ژوند وکړي.
 
د نړیوالو اړیکو کارپوه نعمت الله بیژنپور وايي: "شاید د دوی هیله دا نه وي چې افغانستان به وژغورل شي، بلکې دا چې دوی پخپله راستنیدو ته اړتیا لري او په حقیقت کې د دوی د اړتیاوو په اړه خبرې کوي."
 
د سياسي چارو کارپوه امان الله هوتکي وويل: "دا حرکتونه بايد د هېواد د ابادولو او له خلکو سره د مرستې لپاره رامنځته شي، نه دا چې هېواد وران کړي، څو سبا بيا ټوټه ټوټه شي."
 
په همدې حال کې یو شمېر کابل ښاریان د دغه حرکت له ګډونوالو غواړي چې افغانستان ته راشي او له اوسنیو چارواکو سره خپل اختلافات له نږدې حل کړي.
 
تر دې وړاندې هم د تېر حکومت یو شمېر سیاسي څېرې او چارواکي له شخصیتونو سره د اړیکو د کمېسیون له لارې افغانستان ته راستانه شوي چې اوس په هېواد کې مېشت دي.
 
https://avapress.com/vdciw3ar5t1awv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته